له ۲۰۲۱ کال راهیسې، د افغانستان ځوانانو، په ځانګړي توگه ښځینهوو، په ملي او نړیواله کچه د پرېکړهکولو په بهیرونو کې د ګډون ډېر فرصتونه له لاسه ورکړي دي. سره له دې چې دوی په هېواد دننه او بهر خپلو مدني فعالیتونو ته دوام ورکوي، خو دا اندېښنه لا هم پر ځای ده چې ایا د دوی غږ په رښتینې توګه د پالیسۍ جوړونې په بهیرونو کې په پام کې نیول کېږي که نه.
د ملګرو ملتونو په سازمان کې د افغان ځوانانو د استازي (AYR) د پروګرام په چوکاټ کې، د اندیشهورانو بنسټ (APT) په پام کې لري چې د دې پروګرام د وروستیو نوماندانو او د افغانستان د ځوانانو ترمنځ د ځوانانو په محوریت یوه بحثي غونډه جوړه کړي.
دغه بحث به د خوندیتوب، ګډون، استازیتوب، حساب ورکونې او د افغانستان دننه ځوانانو او له هېواده بهر افغان ځوانانو ترمنځ د معنا لرونکو اړیکو د رامنځته کولو پر بنسټ ترسره شي. خپل نظرونه، تجربې او پوښتنې له موږ سره شریکې کړئ.
بڼه: آنلاین (د زوم له لارې)